د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عارف وزیر خوشې شو


عارف وزیر د پي ټي اېم له جوړېدو پس بیا بیا زنداني کېږي
عارف وزیر د پي ټي اېم له جوړېدو پس بیا بیا زنداني کېږي

په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ عارف وزیر پرون د ډیره اسماعیل خان له زندانه خوشی شوی دی.

عارف وزیر د اپریل پر ۱۷مه د واڼا پولیسو ګرفتار کړی و. پر نوموړي تور و چې په افغاستان کې یې د پاکستان خلاف ویناوې کړې وی. د دې تر څنګ ورباندې د دهشت ګردۍ او غدارۍ دفعې لګول شوی وې.

خو عارف وزیر پرون له مشال ریډيو سره په خبرو کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړلاو وې ویل چې د پښتون تحفظ مومومنټ کارکوونکي غدار نه دي او که بیا یې هم نیسي نو ګرفتارۍ ورکولو ته تیار دي.

غورځنګ وايي پولیس له کره ثبوتونو پرته وخت په وخت د دوی مشران او غړي نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG