د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس له چینايي لېبارټرۍ خپور شوی: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې داسې شواهد یې لیدلي چې پر اساس یې خورا زیات باور لري چې کورونا وایرس له چینايي لېبارټرۍ خپور شوی.

نوموړي د اپرېل پر ۳۰مه په سپینه ماڼۍ کې د شواهدو لیدلو خبره وکړه خو له تفصیل ورکولو یې انکار وکړ.

د کورونا وایرس د خپراوي په اړه د ټرمپ څرګندونې ښايي د امریکا او چین ترمنځ اختلافات لا ژور کړي.

ټرمپ یو ځل بیا شک څرګند کړ چې کېدای شي وایرس په تېروتنه له لېبارټرۍ خپور شوی وي او چین یې په مخنیوي کې پاتې راغلی وي.

ټرمپ دا هم و نه ویل چې ایا د دې کار لپاره چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ پړ بولي او که څنګه؟

دا څرګندونې پر داسې مهال شوې دي چې د امریکا استخباراتي ادارو پرون وویل چې لا هم دا موضوع ارزوي چې ایا کورونا وایرس له چینايي لېبارټرۍ خپور شوی او که نه؟

چین په بیا بیا له لېبارټرۍ د وایرس د خپرېدو تور رد کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG