د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا د ۳۹ میليونه ماشومانو لپاره ګوزڼ ضد مهم وځنداوه


پيښور کې يو ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي. (ارشيف)
پيښور کې يو ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي. (ارشيف)

چارواکي وايي د کورونا وايرس له وجې په خيبر پښتونخوا کې د ژوند نورو برخو پشان د پوليو ضد کمپاين هم اغيزمن شوی.

په خيبر پښتونخوا کې د ولسي روغتیا د څانګې ماهر یا پبلک هیلت سپیشلسټ ډاکټر نديم جان د اپريل پر ۲۹مه مشال راډيو ته وویل چې د مې تر ۳۱مې د صوبې په ګډون په ټول پاکستان کې د ګوزڼ ضد کمپاینونه ځنډېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې یونیسیف خبرداری ورکړی چې په جنوبي اسیا کې د کورونا وبا له امله ماشومانو ته د ناروغیو خلاف د واکیسنو پر کمپاین بد اثر پرېوتی دی.

ډاکټر ندیم جان وویل په اپريل او مۍ کې د پوليو ضد کمپاينونه ټاکل شوي وو خو د کورونا وايرس له وجې پاتې شو. په دې سره به په ټول ملک کې شاوخوا ۳۹ میليون ماشومان د پوليو ضد څاڅکو نه بې برخې پاتې شي.

ډاکټر ندیم جان اندېښنه و ښودله چې د نورو کلونو پرتله د روان کال تر اپريل مياشت پورې د پوليو کيسونو کې ډر زیاتوالی راغلی او که د پولیو خلاف کمپاینونه و نه شول نو ښايي دا کېسونه نور هم سېوا شي.

ډاکټر نديم جان دا هم وويل چې په موجوده حالاتو کې يوه غوره موقع وه چې ماشومان په کورونو کې دي او د څاڅکو ورکولو کار ډير په اسانۍ سره کيداې شو.

نوموړي وویل په روان کال کې د اپريل د مياشت پورې په ټول ملک کې د پوليو ۴۲ کيسونه مخي ته راغلي چې ۳۸ یې یوازې له خیبر پښتونخوا څخه دي.

ملیحه امیرزاد له ډاکټر ندیم جان سره مرکه کړی ده. راځۍ چې واورو.

په پاکستان کې ۳۹ مليون ماشومان له پوليو ضد څاڅکو برخې پاتي شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:40 0:00


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG