د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ ښځینه غړې د کورونا په اړه ولسي پوهاوي راولي


د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ ښځینه غړې وایي د صوبې په مختلفو برخو کې ډاکټرانو د مناسبو طبي جامو د نشتوالي له وجې احتجاجونه کړي دي. دوی حکومت تورن کړی چې ډاکټرانو ته یې هغه طبي کيټونه یا سامان نه دی ورکړی چې د مشکوکو کورونا وایرس مریضانو کتلو پر وخت یې پکارېږي.

ښځینه غړې وایي دا وخت په ټوله صوبه کې یو بیړنی حالت دې خو حکومتي غړي په اسمبلۍ کې د مخالفو سیاسي ګوندونو غړو ته د موجوده وبایي صورتحال په اړه پوره معلومات نه ورکوي.

د جماعت اسلامي ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړې حمېرا خاتون د موجوده صورتحال په اړه وایي چې په روغتونونو کې ډاکټران او نوره عمله د ماسکونو او حفاظتي جامو له کمي سره مخامخ ده.

د عوامي نېشنل ګوند شګفته ملک وایي د وفاقي او صوبایي حکومتونو ترمنځ پر دې مسله د رابطو او مرستو کمی په نظر راځي.

بلخوا له خیبر ضلعې نه بلوچستان عوامي ګوند صوبایي غړې بصیرت خان وایي په قبایلي ضلعو کې په جوړو شوو قرنطین مرکزونو کې د سهولتونو کمی دی.

پاکستان کې کورونا وایرس د نورو صوبو پرتله په خېبر پښتونخوا کې ډېر خلک وژلي دي.

د صوبایي اسمبلۍ ښځینه غړې وایي د کورونا وبا په اړه په ولس کې پوهه پېدا کوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:18:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG