د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوبایي اسمبلۍ ښځینه غړې وایي د کورونا وبا په اړه په ولس کې پوهه پېدا کوو


د صوبایي اسمبلۍ ښځینه غړې وایي د کورونا وبا په اړه په ولس کې پوهه پېدا کوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:18:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ ښځینه غړې وایي دا وخت په ټوله صوبه کې یو بیړنی حالت دې،خو حکومتي غړي په اسمبلۍ کې د مخالفو سیاسي ګوندونو غړو ته د موجوده وبایي صورتحال په اړه پوره مالومات نه ورکوي.

د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ ښځینه غړې وایي د صوبې په مختلفو برخو کې ډاکټرانو د مناسبو طبي جامو د نشتوالي له وجې احتجاجونه کړي دي. دوی حکومت تورن کړی چې ډاکټرانو ته یې هغه طبي کيټونه یا سامان نه دی ورکړي چې د مشکوکو کورونا وایرس مریضانو کتلو په وخت یې پکارېږي. ښځینه غړې وایي دا وخت په ټوله صوبه کې یو بیړنی حالت دې،خو حکومتي غړي په اسمبلۍ کې د مخالفو سیاسي ګوندونو غړو ته د موجوده وبایي صورتحال په اړه پوره مالومات نه ورکوي.
د جمات اسلامي ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړې حمېرا خاتون د موجوده صورتحال په اړه وایي چې په روغتونونو کې ډاکټرانو او نورې عملې ته د ماسکونو او حفاظتي جامو کمی دې.
د عوامي نېشنل ګوند شګفته ملک وایي د وفاقي او صوبایي حکومتونو ترمنځ پر دې مسله د رابطو او مرستو کمی په نظر راځي. بلخوا د خیبر ضلعې نه بلوچستان عوامي ګوند صوبایي غړې بصیرت خان وایي په قبایلي ضلعو کې په جوړو شوو قرنطین مرکزونو د سهولتونو کمی دې.
کورونا وایرس تر نورو صوبو په خېبر پښتونخوا کې ډېر خلک وژلي دي.
XS
SM
MD
LG