پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۱۶،۱۱۷ ته رسېدلی دی.
د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اپرېل ۳۰مې تر مازیګره په هېواد کې کووېډ – ۱۹ ناروغۍ ۳۵۸ کسان وژلي خو څه د پاسه ۴،۱۰۰ ورڅخه رغېدلي هم دي.
له مړو څخه یې ۱۲۲ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول. هلته په سیند کې د مړو شمېر د اپرېل ۳۰مې پر مازیګر ۱۱۲ ته ورسېد.
حکومت د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره بازاونه تړلي خو د خوراکي شیانو، دواګانو او نانوایانو ترڅنګ د تعمیراتي کارونو کاروبارونه پرانیستي دي. البته کاروباریان وايي، ټولبند (لاکډاون) ورته زښت مالي زیان رسولی دی.