نن د اپرېل ۳۰مه په افغانستان کې پر خبریالانو د خونړۍ حملې دوهم تلین دی.
د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل پر ۳۰مه د کابل په شش درک کې په ځانمرګي برید کې د ازادۍ راډیو دوه خبریالان سباوون کاکړ او عبادالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ چې د راډیو د ښځو له خپرونې سره یې کار پیلاوه، هم وژل شوي ول. له دې علاوه په برید کې شپږ نور خبریالان او ۲۶ ملکي وګړي هم وژل شوي ول.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې تېر نږدې دوه لسیزې په دغه هېواد کې ۱۰۹ خبریالان وژل شوي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان افغانستان خبریالانو ته د ورپېښو ګواښونو په دوهمه درجه خطرناکه هېوادونو کې راوستی او د رسنیو د ازادۍ په نړیوال جدول کې د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ ۱۲۲ ځای لری.