د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې ماین چاودنې پنځه ولسي وګړي وژلي


د غزني نقشه
د غزني نقشه

د افغانستان د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې ماین چاودنې پنځه ولسي وګړي وژلي دي.

د غزني د ولایت ویاند وحیدالله جمعه ‌زاده د پرېل پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، "د اندړ ولسوالۍ د نظر خان کلا په سیمه کې د ولسي کسانو موټر د طالبانو له ‌خوا پر خښ شوي ماین برابر شوی، چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه شهیدان شوي دي. په وژل شویو کې دوه مېرمنې، یو ماشوم او دوه نارینه دي. دغه کسان د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې دلته د خپلوانو لیدلو ته راغلي وو."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG