افغان حکومت د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې غریبو خلکو ته د وچې ډوډۍ ورکول پیل کړي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په يوه ويډيويي پېغام کې ويلي چې د دې کار مقصد يې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره پر کور ناستو خلکو سره مرسته کول دي.
د هغه په وینا د دې اونۍ تر اخره به په نورو ولايتونو کې هم د هر کور په سر هره ورځ د لسو ډوډيو ورکول پبل شي.
د افغانستان روغتيا وزارت ترمخه، د اپرېل تر ۳۰مې پورې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۹۴۹ ته رسېدلی او ۶۰ کسان ترې مړه شوي دي.