د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ځانمرګي برید درې تنه وژلي، ۱۵ ژوبل


د افغانستان ملي اردو د ځانګړو عملیاتو قومانداني هم موقعیت لري
د افغانستان ملي اردو د ځانګړو عملیاتو قومانداني هم موقعیت لري

په کابل کې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، برید نن سهار اته بجې د چهاراسیاب ولسوالۍ په ریشخور سیمه کې شوی دی.

د نوموړي په خبره ځانمرګي بریدګر د ولسي وګړو په منځ کې خپلځان الوزولی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت که څه هم د دغې حملې د هدف په اړه څه نه‌ وايي، خو زیاتوي چې د دغې حملې ټول وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.

د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ ریشخور سیمه کې د افغانستان ملي اردو د ځانګړو عملیاتو قومانداني هم موقعیت لري.

تر اوسه د دغې حملې مسولیت چا نه‌ دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG