د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: پاکستان کې نوې پېښې ثبت، پښتونخوا کې ۱۱۴ مړه

روغتیايي کارکوونکي په اېبټ اباد کې مړی خپلوانو ته سپاري
روغتیايي کارکوونکي په اېبټ اباد کې مړی خپلوانو ته سپاري

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۱۴،۸۸۵ ته لوړ شوی.

د هغه هېواد د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اپرېل ۲۹مې تر سهاره په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ په نوم ناروغۍ ۳۲۷ کسان وژلي چې پکې تر ټولو زیات د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول.

په پښتونخوا کې د ناروغۍ له وجې د مړو شمېر ۱۱۴ او په پنجاب کې ۱۰۰ ته رسېدلی.

ووبپاڼه وايي، په پاکستان کې ټول ۳،۴۲۵ کسان له ناروغۍ جوړ شوي دي.

تازه شمېر: کورونا وايرس د نړۍ پر نقشه

د بلوچستان وضعیت

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د فاطمه جناح روغتون مشر ډاکتر نور الله خان موساخېل د کورونا وایرس ښکار شوی دی.

نوموړي د اپرېل پر ۲۸مه پر ټولنیزو رسنیو په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې ټېسټ یې مثبت دی.

ده زیاته کړې چې د خپل کار پر مهال یې د کورونا وایرس لپاره د شاوخوا ۸،۰۰۰ کسانو معاینه کړې.

هلته د ځوانو ډاکترانو سازمان مشر یاسر اڅکزي د اپرېل پر ۲۸مه په خبري غونډه کې په روغتیاپالانو کې د وایرس پر زیاتېدونکو پېښو اندېښنه ښوولې.

نوموړی وايي، که حکومت ټولبند په سمه توګه عملي نه کړي، نو لا زیات خلک او ډاکتران به د ناروغۍ ښکار شي.

په عین وخت کې د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان خبریالانو ته ویلي چې په صوبه کې د روغتیا اسانتیاوې کمې دي او شخصي روغتونونه هم نشته نو ځکه ټول بار (بوج) پر دولتي روغتونونو دی.

بل لوري ته د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي له ایران سره پر پوله پر محدود کچ سوداګري بیا پیل شوې.

ده زیاته کړه چې پر تفتان پوله د ولس پر تګ راتګ اوس هم بندیز دی.

حکومت د فبرورۍ پر ۲۳مه له ایران سره سرحد تړلی وو.

د خیبر پښتونخوا سوداګرانو غوښتنې

د خیبر پښتونخوا سوداګرانو له حکومته غوښتي چې کاروبارونه دې بیا پرانیزي.

د سوداګرانو د ټولنې مشر ملک میر الاهي د اپرېل ۲۸مې پر ماخوستن مشال راډيو ته وویل چې د سوداګرۍ خونو مشرانو او استازو یو ۱۲ کسیزه پلاوي په پېښور کې له اعلا وزیر محمود خان سره ولیدل او ورته یې سپارښتنه وکړه چې له اغېزمنو کاروباریانو سره دې مالي مرسته وکړي او ورته دې بې له سوده پورونه ورکړي.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر دفتر د اپرېل پر ۲۸مه په یوه بیان کې ویلي چې محمود خان له سوداګرانو سره په ټولبند (لاکډاون) کې د هغوی پر مالي ستونزو وغږېد.

په خیبر پښتونخوا کې د مارچ تر نیمايي وروسته حکومت د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره بازارونه وتړل چې له وجې یې سوداګران، مزدوران او کارګران له مالي ستونزو سره مخامخ شوي.

حکومت وايي، له بېوزله خلکو سره مرستې کوي.

  • انځور سایز

    پامیر ساحل

    پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

  • انځور سایز

    غلام غوث

    غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG