خیبر پښتونخوا د پاکستان لومړۍ صوبه ده چیرته چې له کورونا وایرسه د مړو شویو شمېره له ۱۰۰ اوښتی او ناروغان یې ۲۰۰۰ ته رسېدلي دي. ډاکټران وايي دلته ډیر خلک له وایرسه ځکه مري چې په وخت معاینې نه کیږي او هسپتالونه اړینې اسانتیاوی نه لري. خو حکومت ادعا کوي چې د روغتیا ټولې اسانتیاوی یې ورکړي دي. د شاهین بونیري راپور