د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کورونا وبا د کډوالو حالت له خطر سره مخامخ کړی'


د کډوالو یو پخوانی عکس
د کډوالو یو پخوانی عکس

د کډولو څارنې نړيوالې ادارې وايي، په نړۍ کې د نور هر وخت پرتله دا وخت تر ټولو زيات خلک بې کوره دي چې د کورونا وبا له کبله يې حالت نور هم له خطر سره مخامخ شوی.

په هېوادوونو دننه د بې کورۍ څارنې مرکز او ناروېژېن کډوالو شورا د اپرېل پر ۲۸مه ویلي دي چې په ۲۰۱۹ز کال کې د جګړو او قدرتي افتونو له امله ۳۳.۴ ميليونه خلک په خپلو هېوادونو کې دننه بې کوره شوي وو چې ورسره دا مهال د بې کوره کسانو شمېر ۵۰،۸ ميلنيونه ته رسېدلی.

په هېوادونو دننه کډوالو شمېر له هغو ۲۶ ميليونه زيات دی چې نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

په هېوادونو دننه د بې کورۍ څارنې مرکز زياتوي چې په ملک دننه کډوال شوي کسان چې د ګڼې ګڼو په کېمپونو کې صحت اسانتياوې لږې يا بيخي نه لري او کورونا وايرس ته ډېر حساسه دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG