د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ په ځينو برخو کې د کورونا وبا خورېدل ورو شوي


په سپېن کې د یوه تن د پوزې ګړنګ د کورونا ازموینې لپاره اخېستل کېږي
په سپېن کې د یوه تن د پوزې ګړنګ د کورونا ازموینې لپاره اخېستل کېږي

په داسې حال کې چې ښکاري د نړۍ په ځينو برخو کې د کورونا وبا خورېدل ورو شوي، له اروپانه تر اسټراليا او نيوزيلنډ پورې حکومتونه په محتاطه توګه د ټولبند نرمولو لور ته روان شوي دي.

که څه هم پر دې هېوادونو اقتصادي فشار دی خو د وبا بيا راپورته کېدو ممکنه خطر هم شتون لري.

جرمني يوازې يوه اونۍ مخکې په ټولبند کې څه نرمي کړې وه، د رابرټ کوچ څېړنيزې ادارې د اپرېل پر ۲۸مه ویلي دي چې د وايرس پېدا کېدو شرح په دا ورستيو ورځو کې له صفر اعشاريه نهه يو څخه اعشاريه صفر ته راغلې.

تر يو لاندې چې کوم شمېر هم وي، مطلب يې د وايرس کمېدل او بالا شمېره يې زياتېدل دي.

د جرمني وزير اعظمې انګېلا مرکل خپله دا خبره واضحه کړې چې د وايرس په پېدا کېدو کې لږ بدلون هم لوی اغېز رامنخته کولای او حکومتي هلې ځلې متاثره کولای شي.

XS
SM
MD
LG