د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۱۷۰۳ ته لوړ شو


په افغانستان کې د کورونا وایرس له کبله ۵۷ کسان مړه شوي
په افغانستان کې د کورونا وایرس له کبله ۵۷ کسان مړه شوي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکو د اپرېل پر ۲۷ مه رسنیو ته ویلي چې په هېواد کې د کورونا وایرس ۱۷۲ نوي کيسونه ثبت شوي چې ورسره په کوویډ ۱۹رنځ د اخته شويو کسانو شمېر ۱۷۰۳ ته لوړ شو.

د وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار د اپرېل پر ۲۷مه خبريالانو ته وويل چې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۳۴ په بلخ، ۳۳ په هرات، ۲۷ کابل، ۲۱ په کندهار، ۸ په پکتیا، ۸ په بغلان، ۷ په کندوز، ۵ په سرپل، ۵ په غور، ۴ په سمنګان، ۴ په نیمروز، درې درې په ننکرهار، لغمان، فاریاب او خوست ولایتونو کې، دوه په هلمند او یوه یوه په پکتیکا او پنجشېر ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د مایار په خبره تر دې مهاله دغه ناروغۍ په افغانستان کې ۵۷ تنه وژلي او ۲۲۰ کسان ترې رغېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG