د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کېم جونګ ان له روغتیايي حالته خبر یم: ټرمپ


د امریکا ولسمشر له خپل کوریايي سیال سره د ملاقانو پر مهال.
د امریکا ولسمشر له خپل کوریايي سیال سره د ملاقانو پر مهال.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اپرېل پر ۲۷مه وویل چې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ ان له روغتیايي حالته خبر دی او هیله لري چې روغ به شي.

په یوه خبري غونډه کې د یو تپوس په ځواب کې ولسمشر ټرمپ وویل چې په دې اړه کره مالومات نه شي ورکولای خو ویې ویل چې په دې خبر دی.

نوموړي وویل هغه ته روغ صحت غواړي.

د کیم جونګ ان د صحت په اړه هغه وخت ګنګوسې خپرېدل پیل شوې کله چې هغه د اپریل پر ۱۵مه د خپل نیکه د ۱۰۸مې کلیزې په یاد کې جوړه غونډه کې موجود نه و.

له پلازمېنې سول نه خپرېدونکې ورځپاڼې (اېن کې نیوز) د اپرېل پر ۲۰مه د ناڅرګنده سرچینو په حواله ویلي وو چې ۳۶ کلن کیم جونګ ان د اپرېل پر ۱۲مه د زړه د عملیاتو پس اوس د رغېدو په حال کې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG