د خېبر پښتونخوا د بلدیاتو لپاره د اعلا وزیر ځانګړی سلاکار کامران بنګش په کورونا اخته شوی.
د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د اپرېل پر ۲۴مه خېبر میډیکل پوهنتون په لیبارټري کې د هغه د ټېسټ نمونه اخېستل شوې وه او د اپرېل پر ۲۵مه د هغه کورونا ټېسټ نتېجه مثبت راغلې ده.
د وزیر اعلا هاوس د معلوماتو ترمخه کامران بنګش په خپل کور کې قرنطین کړل شوی دی او د هغه د کورنۍ ۱۱ نورو کسانو نمونې هم د کورونا ټېسټ لپاره لېږدول شوي دي.
د بلدیاتو د محکمې یو بل چارواکي مشال راډيو ته وویل چې کامران بنګش د جنوبي ضلعو دوره هم کړې وه او د پښتونخوا صوبې په بېلا بېلو برخو کې به ډېرې فعالې هلې ځلې ترسره کولې.