د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې د روژې په درناوي اوربند وکړي: غني


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

نن[د اپرېل پر ۲۴مه] د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

ولسمشر اشرف غني په دې مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا په افغانستان کې د اوربند لپاره غږ وکړ.

غني په دې پیغام کې چې د اپرېل پر ۲۳مه خپور شو وویل، په دې حساس وضعیت کې چې د کورونا وایرس وبا په ټول هېواد کې خپره شوې ده، له طالبانو د خلکو او حکومت غوښتنه دا ده چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر په یوه بیان کې د دې غوښتنې په ځواب کې د دوحې د هوکړې پر بشپړ تطبیق ټینګار کړی او ویلي یې دي چې حکومت د کورونا وایرس د وبا په حالاتو کې د طالب بندیانو ژوند په خطر کې اچولی، نو د شاهین په وینا په دې صورت کې د اوربند غوښتنه معقوله نه ‌ده.

سږنۍ روژه په داسې حال کې پیلېږي چې په دېری اسلامي هېوادونو کې د کورونا وایرس د سرایت د مخنیوي لپاره خلک په قرنطین کې دي او د جمعې پر لمانځه محدودیتونه لګول شوي دي.

د ترکیې، مصر او سعودي عرب په ګډون په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې جوماتونه بند دي او مذهبي شخصیتونو له خلکو غوښتي دي چې لمونځونه په کورونو کې وکړي.

د افغانستان حج او اوقافو وزارت هم له خلکو غوښتي دي چې لمونځونه په کور کې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG