د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان برید: دوه عسکر او یو ځای کس وژل شوي


د یوه ولسي تن د وژنې پرضد د وزیرستانیو ځوانانو تنظیم لاریون هم وکړ
د یوه ولسي تن د وژنې پرضد د وزیرستانیو ځوانانو تنظیم لاریون هم وکړ

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي چې په ياده سيمه کې په يو وسله وال بريد کې دوه امنيتي سرتيري او يو ولسي وګړی وژل شوی دی.

ځايي پوليسو او امنيتي چارواکو نن سهار مشال راډيو ته وويل چې ناڅرګنده وسله والو بېګا ماښام د ميرعلي له هڅوخېل پله سره نږدې د امنيتي سرتېرو ګاډی په ريموټ کنټرول بم والوزاوه او وروسته يې پر نږدې امنيتي پوسته ډزې پيل کړې.

چارواکي زياتوي چې د بريد په نتيجه کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شول. بلخوا د وسله والو او امنيتي سرتېرو د ډزو پر مهال د ميرعلي يو ځايي استوګن هم وژل شوی دی.

د یوه ولسي تن د وژنې پرضد د وزیرستانیو ځوانانو تنظیم یو لاریون هم وکړ، دوی دغه پېښه غندله او اغېزمنې کورنۍ ته یې د انصاف غوښتنه کوله. د لاریون یو څو ګډون والو مشال ریډیو سره په حبرو کې وویل چې دولتي چارواکي هم د یوه ولسي وګړي د وژنې پخلی کوي.

وزیرستان کې د ولسي وګړي د وژنې ضد لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00


چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې وسله وال له پېښې وروسته تښتېدلې خو دوی يې لټون روان کړی او سيمه يې په ولکه کې اخيستې ده. تر اوسه چا د دې بريد مسوليت نه دی منلی.

د چارواکو په وينا له دې وړاندې د اپريل پر ۲۰مه هم د شمالي وزيرستان په بويه کې د امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته په وسله وال بريد کې يو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG