د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټوله نړۍ کې د دار ځړولو سزا ټیټه شوې: د بښنې نړيوال سازمان


د اپريل پر ۲۱ مه د بښنې نړيوال سازمان په خپور شوي رپورټ کې راغلي چې سعودي عرب په ۲۰۱۹ز کال کې رېکار‌‌‌‌‌‌ډ شمېر يانې ۱۸۴ کسان اعدام کړي دي.

له دوی څخه ۱۷۸ يې سړي او شپږ يې ښځې وې.

د رپورټ ترمخه، په سعودي کې د مرګ په سزا له محکوم شويو کسانو شاوخوا نيمايي يې بهرني اتباع ول.

سعودي په ۲۰۱۸ز کال کې ۱۴۹ مجرمان اعدام کړي ول.

رپورټ ښيي چې تېر کال په عراق کې د مرګ سزاګانو شمېر دوه برابر لوړ شوی.

ايران بيا د اعدام سزا له پلوه د نړۍ په هېوادونو کې تر چين وروسته دويم نمبر خپل کړی دی.

د سازمان رپورټ وايي، په چين کې تېر کال زرګونه کسان اعدام شوي، خو د هغه هېواد رياست چون دا خبرونه پټ ساتي، ځکه نو د اعدام پېښو دقيق شمېر مخې ته نه راځي.

د سازمان رپورټ وايي چې تېر کال په ايران کې لږ تر لږه ۲۵۱ کسانو ته د مرګ سزاګانې ورکړل شوي.

رپورټ وايي، شمالي کوريا او ويتنام هم خلک پانسي کړي خو دا هېوادونه هم نه پرېږدي چې په دغه اړه کره معلومات بهر ته ووځي.

خو رپورټ کاږي، له دې سره سره له تېرو پرله پسې څلور کلونو راهيسې په هېوادونو کې د اعدام سزاګانې کمې شوې دي.

په ۲۰۱۹ز کال کې په نړۍ کې د مرګ سزاګانو ټولې ۶۵۷ پېښې رېکار‌‌‌‌‌‌ډ شوي.

د بښنې نړيوال سازمان د څېړنې او پالېسۍ څانګې مشرې کلېر اېلګېر ويلي، يو چا ته د مرګ سزا ورکول غير انساني فعل دی او داسې هېڅ باوري شواهد نشته چې ګواکې له دې سره په ټولنه کې جرمونه کمېږي.

نوموړې زياته کړې، دا د خوشالۍ ځای دی چې اکثره هېوادونه اوس مجرمانو ته د مرګ سزا ورکولو ته زړه نه ښه کوي چې په نتيجه کې يې په دې پېښو کې کمی راغلی دی.

اغلې اېلګېر البته په سعودي کې د اعدام د روان رجحان په اړه اندېښنه ښودلې او په خبره يې چې د هغه هېواد حکمرانان دا سزا اکثره د خپلو سياسي مخالفينو د وېرولو د يوې وسيلې په توګه کاروي.

د سازمان په رپورټ کې ويل شوي چې په ۲۰۱۹ز کال کې په جنوبي سو‌‌‌‌‌‌ډان او يمن کې د ۲۰۱۸ز کال پرتله د مرګ په سزاګانو کې د پام وړ اضافه ليدل شوې.

رپورټ کاږي، ‌‌‌‌‌‌ډېری حکومتونو د مرګ سزاګانو په اړه کره معلومات نه دي ورکړي.

رپورټ د افغانستان په اړه وايي چې له ۲۰۱۰ز کال راهيسې اول ځل دی چې تېر کال په هغه هېواد کې هېڅ يو چا ته د مرګ سزا نه ده ورکړل شوې.

د بښنې نړيوال سازمان رپورټ زياتوي، د نړۍ ۱۰۶ هېوادونو د هر رقم جرم لپاره د مرګ سزا نه ورکولو اصولي پرېکړه کړې ده.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG