د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ځینې حکومتونه بشري حقونو ته پام نه کوي'


د بښنې نړيوال سازمان وايي، په پاکستان کې تېر کال ۳۰۰ خلک په دار ځړول شوي، او دا چې د هغه هېواد حکومت په دغه اړه د نړيوالو اندېښنو ته بايد ځواب ووايي.

د بښنې نړيوال سازمان (امنېسټي انټرنېشنل) په نړۍ کې د ۲۰۱۵ م کال په اوږدو کې د بشري حقونو د وضيعت په اړه په خپل کلني رپورټ کې خبرداری ورکړی چې د نړۍ د خلکو بشري حقونه او هغه ادارې چې د دغو حقونو دفاع کوي، د حکومتونو دننه د ځينو کړيو له لاسه له ګواښ سره مخامخ دي.

دې لندن مېشته سازمان د نړۍ د هېوادونو له حکومتونو غوښتي چې د هغو ادارو سياسي او مالي ملاتړ ته حاضر شي چې د نړيوال قانون د تطبيق او د وګړيو د حقونو د دفاع لپاره کار کوي.

د يادې ادارې جنرل سېکرتر سليل شيټي د دغه رپورټ د خپرېدا له مخې خبريالانو ته وويل، ستاسو حقونه په خطر کې دي، د نړۍ يو شمېر حکومتونه دي چې د بشري حقونو تقدس ته هېڅ پام نه کوي.

د رپورټ جوړونکو ويلي، حکومتونو ځکه هم بشري حقونو ته پاملرنه کمه کړې چې يو زيات شمېر يې له امنيتي خطرونو سره، چې جګړې او ترورستي بريدونه پکې شامل دي، لاس او ګرېوان دي.

په رپورټ کې ويل شوي، له هغه وروسته چې يو د پام وړ شمېر سوريايي پناه غوښتونکو اروپا ته مخه کړه او په فرانسه کې ترورستي بريدونه وشول، د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې هم د بشري حقونو د سرغړونو زياتې پېښې ثبت شوې دي.

په رپورټ کې د روسيې يادونه شوې چې وايي، هغلته د خلکو د بيان د ازادۍ پر حق سخت وارونه شوي دي. همداراز په روسيه کې د غير سرکاري ادارو يا اين جي اوز د کارونو پر وړاندې هم ستونزې جوړې کړل شوې دي.

د رپورټ تر مخه، په ختيځ اوکراين کې د روسيې په ملاتړ جګړه هم په دغو دواړو هېوادونو کې د بشري حقونو د وضيعت خرابېدو سبب شوی.

د بښنې نړيوال سازمان په رپورټ کې د مينځنۍ اسيا په هېوادونو کې هم د بشري حقونو پر خراب حالت اندېښنه ښودل شوې.

رپورټ د افغانستان په اړه وايي چې هغلته هم د تېر کال په اوږدو کې د ياغيتوب او جنايي جرمونو کچه زياته شوې.

په رپورټ کې دغه راز په افغانستان کې د کورنيو بې ځايه شويو خلکو ستونزه او د هغه هېواد په جګړه کې د ولسي وګړيو د وژنو موضوع هم ياده شوې ده.

د امنېسټي انټرنېشنل په رپورټ کې بيا په پاکستان کې مجرمانو ته مرګ سزاګانو ورکولو کېدو پر حکومتي اقدام اندېښنه ښودل شوې.

د يادې ادارې چارواکو ويلي، په پاکستان کې تېر کال ۳۰۰ خلک په دار ځړول شوي، او دا چې د هغه هېواد حکومت په دغه اړه د نړيوالو اندېښنو ته بايد ځواب ووايي.

په رپورټ کې په پاکستان کې د پوځي عدالتونو جوړېدا او د هغو کارروايانې هم د اندېښنې وړ موضوعات بلل شوي دي.

د بښنې نړيوال سازمان رپورټ همداراز د ايران په اړه وايي چې د هغه هېواد حکومتي چارواکو د وګړيو بشري حقونو سلب کړي، د هغوی د اظهار او غونډېدو ازادۍ يې ترې اخيستي او د بشري حقونو فعالان، خبريالان او د مزدورانو ليډران يې بندي کړي دي.

XS
SM
MD
LG