د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې تړون د سوله ییز افغانستان لپاره تاریخي موقع بللې دی.
د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، چې شاه محمود قریشي دا خبره د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره په ټلیفوني خبرو کې کړې ده.
د اعلامیې په حواله دواړه وزیرانو په افغانستان کې د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو هم بحث وکړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمینځ شوې موافقه د افغان مشرانو لپاره یو تاریخي موقع ده چې له څخه په کار اخیستو باید د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره په یووالي سره هڅې وکړي.
د متحدایالاتو او طالبانو ترمینځ د سولې موافقه د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې لاسلیک شوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې دواړو مشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او د کرونا وایروس پرضد د مبارزې پر لارو چارو هم خبرې وکړې.