د لاسرسي ځای

تازه خبر

کینیډا کې یوه کس ۱۶ تنه وژلي


د کینیډا پولیس د پېښې پر یوه ځای. ۲۰۲۰، ۱۹ اپرېل
د کینیډا پولیس د پېښې پر یوه ځای. ۲۰۲۰، ۱۹ اپرېل

د کينيډا په نوا سکوشيا صوبه کې يوه کس شپاړس تنه وژلي دي. د کينيډا پوليسو د اپرېل په ۱۹مه وويل چې د ۵۱ کلن ګیبريل وارټمين له خوا وژل شوو شپاړسو کسانو کې يو پولیس افسره هم شامله ده.

وسله وال تن هم وژل شوی او تر اوسه معلومه نه ده چې هغه ولې دا کار کړی دی.

د پولیسو په وینا ورټمېن د اپریل په ۱۸ مه ناوخته د خلکو د وژنو لړۍ پیل کړه چې تر دولسو ساعتونو پورې جاري وه.

په کينيډا کې داسې پېښې کمې کېږي او دا يې په تاريخ کې لومړی ځل دی چې دومره خلک وژل کېږي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG