د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د کورونا ناروغانو شمېر ۹۳۳ ته لوړ شو


د افغانستان هرات ولايت (ارشيف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کورونا ۳۰۸ نمونې څېړل شوي چې ۲۷ په کې مثبتې ثابت شوي چې ورسره په ټول افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۹۳۳ ته لوړ شو.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار نن [د اپرېل پر ۱۸مه] په کابل کې رسنیو ته وویل چې په یادو تازه پېښو کې ۱۲ په کابل، اووه په پکتیا، څلور په لوګر، دوه په هرات او یوه یوه په بامیان او دایکنډي ولایتونو پورې تړاو لري.

د مایار په خبره تر دا مهاله له کورونا څخه ۱۱۲ تنه رغېدلي او ۳۰ تنه یې مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG