افغان چارواکي وايي، د تېره شپه ناوخته د باګرام هوايي ډګر پر کارمندانو د یو برید په نتېجه کې شپږ کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پروان د یو پوځي مرکز قوماندان الوزی احمدي وايي، دا برید د موټر سایکل سپرو لخوا د شپې په ۱۰ بجو رامنځ ته شوي.
نوموړی وايي، وژل شوي او ژوبل کسان ټول ملکي مامورین دي.
تر دې مهاله چا د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده.
چارواکي وايي، د برید تر شا د لاس لرونکو کسانو د معلومولو لپاره یې پلټنې روانې دی.