په افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۷۸۴ ته رسېدلی دی.
د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، د اپرېل ۱۶مې تر سهاره په هغه هېواد کې ټول ۲۵ کسان د کورونا وایرس ناروغۍ کووېډ – ۱۹ مړه کړي ول.
په هغه هېواد کې تر اوسه ۴۳ کسان له ناروغۍ جوړ شوي دي.
په عین وخت کې افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۱۵مه ماښام په وینا کې له ولسه غوښتي چې د وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره دې د روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوالې ادارې سپارښتنو ته پام وکړي او له کورونو دې نه ووځي.