د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم سپارل شویو درو پاکستانيانو کې دوه کورونا وهلي


د خیبر صحت محکمې چارواکي وايي، نن ماسپښین افغان حکومت درې پاکستاني وګړي پر تورخم دروازه پاکستاني چارواکو ته سپارلي دي چې په هغوی کې په دوو کسانو کې د کرونا وایرس تصدیق شوی دی.

دوی وایي، په افغانستان کې یې ټيسټونه مثبت راغلي خو دلته به یې په پاکستان کې هم معاینه او ټیسټونه کیږي. دواړه کسان یې د پیښور لیډي ریډنګ روغتون ته رسولي دي.

د چارواکو په خبره دغه کسان په افغانستان کې د دارو یوې کمپنۍ کارمندان ول او په کابل کې د پاکستان سفارت په درخواست افغان دولت خپل هېواد ته ولیږل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG