د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې لسګونه ډاکټران کورونا وهلي


کوټه کې ډاکټران د کورونا قرنطینه کې د خپل نوبت تر پیلولو مخکې دعا کوي.
کوټه کې ډاکټران د کورونا قرنطینه کې د خپل نوبت تر پیلولو مخکې دعا کوي.

د پاکستان ډاکټرانو او نرسانو اتحاديې وايي، دا وخت په پاکستان کې شاو خوا ۱۵۰ د صحت کارکونکي په کورونا وايرس اخته دي او دوه ډاکټران لکه د ګلګت بلتستان اسامه رياض، د سند عبدالقادر سومرو او د مردان يو سړی نرس شاهين شاکر له دې وايرسه مړه شوي دي او شاو خوا ۲۰۰ قرنطين دي.

د ملتان په نشتر روغتون کې تر ټولو زيات ۲۷ د صحت کارکونکي چې ډاکټران پکې هم شامل دي کورونا وایرس اخیستی دی.

ډاکټران او نرسانې وايي، که د ټولو صحت کارکونکو ټسټونه وشول نو دغه شمېرې زياتېدای شي.

د يادو اتحادیو مشرانو او نورو مخکښو ډاکټرانو د اپرېل پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې تر ۱۴ م اپريله په سند کې۵۰، خېبر پښتونخوا کې ۲۰، پنجاب کې ۵۲ او بلوچستان کې ۲۵ د صحت کارکونکي په کورونا وايرس اخته شوي دي.

د اسلام اباد پېمز روغتون د انتهايي نګهداشت څانګې مشر او د کورونا په ګډون د نورو وبايي ناروغيو متخصص ډاکټر فضل ربي وايي، دغه ډاکټران او نرسانې ځکه په کورونا وايرس اخته شوي چې دوی له کورونا وايرسه د ځان ژغورلو سامان نه درلودو:

"حکومت پر وخت ډاکټرانو ته حفاظتي کېټونه ورنکړل. دوهمه دا چې اوس هم د کورونا مشکوکه ناروغانو معاينه کونکي ډاکټران اېن ۹۵ ماسکونه، ګاګلز، دستانې او نور مهم الات نه لري. درېمه دا چې د کورونا ناروغانو وراډونه يا څانګې په روغتونونو کې دننه جوړې کړل شوي. د کورونا ناروغانو علاج کوونکي ډاکټران له نورو ډاکټرانو د جلا ساتلو بندوبست نه دی شوی، کوم حفاظتي کېټونه چې په هېواد دننه په بيړني ډول جوړ کړل شوي نو هغه د نړيوال معيار مطابق نه دي."

د ځوانو ډاکټرانو د خېبر پښتونخوا مشر ډاکټر عامر تاج خان بيا وايي، دا وخت په خېبر پښتونخوا کې شپږ مشران ډاکټران هم په کورونا وايرس اخته دي چې پکې ډاکټر جاويد او ډاکټر جهانګير د روغتون په انتهايي نګهداشت څانګه کې دي.

نوموړی وايي، د خېبر پښتونخوا د ولسي صحت څانګې يا ډاېرېکټر پبلک هېلت اکرام الله خان، سپېشلايزېن ډګريو ورکونکې د خېبر پښتونخوا څانګې مشر ډاکټر جهانګير ، د حيات اباد مېډيکل کمپلکس د اې اېن ټي څانګې پروفسر ډاکټر جاوېد، د ملاکنډ د صحت ضلعې افسر ډاکټر وحيد ګل او داسې نور يو شمېر مشران ډاکټران په کورونا وايرس اخته شوي دي.

ډاکټر عامر تاج زياتوي که حکومت په ګڼه ګوڼه،غم ښادۍ په تقريباتو او نورو اجتماعاتو بنديزونه سخت نکړل نو د کورونا وبا کنټرولول به ګران شي:

"حکومت ته پکار دی چې په کوم ځايونو کې د کورونا ناروغان وي د هغې د صفايي لپاره دې د جراثيم کش ادوياتو بندوبست وکړل شي چې دغه وايرس خور نشي. بله دا چې ولس او صحت کارکونکو ته دې له کورونا وايرسه د ځان ژغورلو لپاره ماسکونه ،دستانې او نورې اسانتياوې ورکړل شي."

د خېبر پښتونخوا د نرسانو اتحاديې مشره شايسته جدون وايي، دا وخت په پاکستان کې له کورونا وايرسه تر دې دمه د دوو نرسانو د مړه کېدو پخلی شوی.

نوموړې وايي، په لسګونه نرسانې په دغه وايرس ځګه اخته شوي چې دوی ته له کورونا وايرسه د ځان ژغورلو روزنه نه ده ورکړل شوې او صحت اسانتياوې هم نه لري.

شايسته جدون وايي چې کومې نرسانې په کورونا وايرس اخته دي نو په هغو کې ډېرې داسې دي چې په خپلو کورونو قرنطين شوي خو هېڅ مرسته ورسره نه کېږي:

"په شخصي روغتنونو کې کارکونکې نرسانې چې په کورونا اخته دي،هغو ته تنخواګانې هم نه ورکړل کېږي. که څه هم په سرکاري روغتونونو کې کارکونکو نرسانو ته تنخواګانې ورکړل کېږي خو هغه د دوی په علاج لګېږي"

د اسلام اباد په پېمز روغتون کې د کورونا ناروغانو ډاکټر خان محمود وزيري د اپرېل پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې لا هم حکومت د ډاکټرانو ستونزې جدي نه دي اخېستي:

"موږ حفاظتي کېټونه په خپلو پېسو له شخصي کمپنو راغواړو، ماته يوازې يو کېټ ملاو شوی او پکار ده چې زه دا يو ځل استعمال کړم خو له مجبورۍ دا په وار وار استعمالوم. په دې کېټس کې د سترګو چشمې، ماسک او داسې جامې وي چې زموږ په کې سر هم پټ وي".

مشال راډیو د صحت لپاره وزير اعظم سلا کار ډاکټر ظفر مرزا او خېبر پښتونخوا د صحت وزير تېمور سليم جګړه ته په لسګونه وارې فون وکړ چې معلومه کړي په پاکستان کې تر دې دمه ټول څومره د صحت کارکونکي له کورونا وايرس مړه شوي او څومره پرې اخته دي خو هغو زموږ فون پورته نه کړ.

بلخوا حکومت په وار وار ویلي دي چې صحت کارکونکو ته يې له کورونا وايرسه د ځان ژغورلو لپاره حفاظتي کېټونه ورکول پېل کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG