د روسیې ولسمشر وايي، د کورونا وایروس له کبله حالات په بدتره کېدو دی.
ولادمیر پوتین وویل، روسیه ښايي د دې بحران په وړاندې د مبارزې لپاره د دفاع وزارت له وسايلو کار واخلي.
ولسمشر پوتین دا اعلان د اپرېل پر ۱۳مه په داسې حال کې وکړ، چې د کورونا وایروس پروړاندې د مبارزې لپاره د روسیې بيړنې حالاتو ټاسک فورس په کورونا وایروس د خلکو د اخته کېدو د ۲۵۵۸ نویو پېښو راپور ورکړ.
دا په روسیه کې په یوه ورځ په کورونا وایروس یا کوویډ-۱۹ د خلکو د اخته کېدو تر ټولو لوړ شمېر دی.
له دې سره په روسیه کې په کورونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۳۲۸ ته ورسېد او په دې وایروس د مړو شمېر ۱۴۸ ته رسېدلی دی.