د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې په کورونا د وړجنو شمېر ۷۱۴ ته ورسېد


په افغانستان کې د کورونا وایرس ۴۹ نور مثبتې پېښې ثبت شوي
په افغانستان کې د کورونا وایرس ۴۹ نور مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کورونا ۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې تازه پېښو سره په کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ ته وخوت.

د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار د اپرېل پر ۱۴مه رسنیو ته وویل چې په دې تازه پېښو کې په کابل کې ۱۸، کندهار کې ۱۵، بلخ کې ۶، هرات کې ۴، غزني کې ۴ او په ننګرهار کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د مایار په خبره تر دې مهاله د کورونا ناروغۍ ۲۳ تنه مړه کړي او ۴۰ تنه ترې رغېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG