د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو خاصه دار د پولیسو غوندې مراعات غواړي


ارشیف
ارشیف

د پخوانۍ فاټا خاصه دارو او لیویز ځواک کمیټۍ په یوه غونډه کې فېصله شوې چې تر څو ورته د پولیس برابر حیثیت نه وي ورکړل شوی تر هغې به د پولیس ډیوټي نه کوي.

په جمرود جرګه هال کې د یوې غونډې وروسته د پخوانۍ فاټا خاصه دارو او لېویز ځواک کمېټۍ چېرمېن سید جلال وزیر مشال راډیو ته وویل: "له دې وروسته به تر هغو د قبایلي ضلعو په تاڼو کې روزنامچه نه لیکي، له اېف ای ار او عدالت سره تړلو کارونونه به هم بایکاټ کوي چې تر څو حکومت د پولیسو حیثیت نه وي ورکړی."

نوموړي وايي، دا مالومه نه ده چې موږ خاصه دار یو او که پولیس او ملزم په کوم حیثیت کې موږ عدالت ته بوځو.

وزیر زیاتوي: په ۲۰۱۹ز کال چې د درېو درېو میاشتو فرمانونه ختم شول نو بیا یې په سېپټېمبر کې د یوې قانوني مسودې (ایکټ) په زریعه رانه بیرته د پولیسو حیثیت واخیست.

د پخوانۍ فاټا خاصه دار ځواک اییني حیثیت غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00

د خاصه دارو او لیویز ځواک کمیټۍ یو بل مشر مظهر اپریدی وايي:

"په دې تیرو څو ورځو کې په وزیرستان او باجوړ کې زموږ دوه تنه شهیدان شول نو اوس به دوی ته د پولیسو شهید پیکج ورکوي؟ او که د خاصه دارو رولز مطابق به مراعات ورکوي چې فاټا په خیبر پښتونخوا ورګډه شوه نو دوی د پولیسو حیثیت راکړ او رینک ټو رینک بیجونه یې راته ولګول خو اوس یې را باندې بیرته لرې کړي، موږ نه پوهېږو څه به راسره کوي؟ پکار ده هر څه جوت شي."

قانون پوه تاج محل اپریدی وایي: "موجوده حکومت زیاتره پریکړې ډېر په بیړه کې د ایکټ او آرډیننسونو له لارې کوي خو دا د ستونزو د هواری مستقل حل نه دی، حکومت له پکار ده اول د خاصه دارو او د لیویزو د مستقبل په لړکې یو پوره بجث وکړي او قانوني مسوده یې تیاره کړي چې په هغې کې یې هر څه واضح وي او د هغې نه وروسته دې دا عملي کړي."

د خاصه دارو او لیویز ځواک په تاڼو کې د خپل کار نه بایکاټ او د هغوی د غوښتنو په هکله مو د قبایلي سیمو لپاره د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا سلاکار اجمل وزیر سره رابطه وکړه خو په دې اړه یې د خبرې کولو ډډه وکړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG