د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېلو پیداوار پر راکمېدو هوکړه وشوه


ارشیف، د تېلو د ایستنې او تولید یوه دستګاه
ارشیف، د تېلو د ایستنې او تولید یوه دستګاه

د تېلو سترو موندونکو هېوادونو سازمان اوپېک، روسیې او د تېلو نورو موندونکو هېوادونو د تېلو پیداوار پر راټیټولو یوه بې‌سارې هوکړه وکړه.

د تېلو موندونکي او صادروونکي هېوادونه هیله‌من دي چې دغه هوکړه به وکړای شي چې د تېلو بیې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله رالوېدلي بیرته پورته او د تېلو پیداوار سیالي به له‌منځه یوسي.

د اوپېک او د روسیې په ګډون ۲۳ هېوادونو په یکشنبه ناوخته وویل چې د مې او جون په میاشتو کې‌یې د تېلو موندنه د نهه میلیونه او ۷۰۰ زره بېرلو تېلو پر کمېدو موافقه کړې ده.

دغه‌راز د شوې موافقې له مخې هېوادونه باید د ۲۰۲۲ کال د اپرېل تر میاشتې د تېلو د تولید په اوسنۍ اندازه کې په ورځ کې ۶ میلیونه بېرله کموالی راولي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه ټويټ کې لیکلي چې ده ټولو ته ویلي چې دا د ټولو لپاره یوه ښه موافقه ده.

کرملېن نن وختي اعلان وکړ چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ټرمپ او د سعوي له پاچا سلمان سره د ټيلیفون له لارې خبرې وکړې او درې واړو له دغې موافقې خپل ملاتړ څرګند کړ.

د تېلو په تولید کې دغه کمښت له هغه ډېر کم دی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د تېلو د تقاضا په برخه کې رامنځته شوې.

د اټکل له مخې په اوس وخت کې په نړۍ کې د تېلو لپاره تقاضا د ورځې شاوخوا ۳۰ میلیون بېرله کمه شوې ده.

پر دې سربېره په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د تېلو په مصرف کې هره ورځ دېرش میلیونه بېرله کمی اټکل شوی دی.

د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک نن سهار وویل، روسیه او سعودي عربستان د تېلو ورځنی تولید هر یوه تر ۲.۵ ملیونه بېرله کموي.

د ایران د تیلو وزیر بيژن رنګینه د دې هېواد پر دولتي تلویزیون وویل، کویټ، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د خپلو تېلو په تولید کې هره ورځ د دوه میلیونه بېرلو د کمي ژمنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG