د لاسرسي ځای

تازه خبر

لا هم د کورونا وایرس خصوصیاتو پوره معلومات نشته: ډاکتران


کورونا وایرس د نړۍ تر زیاتره هېوادونو خپور شوی

د چین د ووهان ښار چې اوس له وبايی حالته ظاهراً وتلی ښکاري او ټولبند یا لاک ډاون پکې ختم کړل شوی، ځايي ډاکټران یې وايي، د کورونا وایرس په اړه لا هم بشپړ معلومات نه لري نو دا نشي ویلی چې ګینې دا وایرس نور خطر نه لري.

د اپرېل پر ۱۱مه، چین د کورونا وایرس د نویو پېښو پخلی وکړ خو چارواکي وايي، دا نوې ټولې پېښې هغه دي چې له نورو هیوادونو چین ته ورغلې دي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، د ۲۰۲۰ز کال له جنورۍ راهېسې په چین کې د کورونا وایرس پر ضد قوي اقدامات شوي چې له وجې یې هلته پر کورونا وایرس قابو موندل شوې خو اوس دا وایرس په ټولې نړۍ کې خپور شوی دی.

په وایرس کې میراثي بدلونونه

په پاکستان کې هم ډاکټران د چینايي ډاک‍ټرانو له دغه بیان سره اتفاق کوي.

په اسلام اباد کې مېشت ډاکټر محب مشواڼي مشال راډیو ته وویل، د چینایي ډاکټرانو دا بیان سم دی ځکه چې د وایرس د جېنېټک (میراثي) بدلونونو په اړه تر اوسه مکمل معلومات نشته:

"تر ډېره حده د هغوی خبرې سمې دي ځکه چې کله دوه نورو کورونا وایرسونو په اول ځل او په دویم ځل په ۲۰۰۲ز او ۲۰۱۲ز کې چې کله وبا خپره کړه، له هغې وروسته پکې داسې جېنېټک تغیرونه روان ول چې په هغې کې دا امکان وو چې دا به په ټوله دنیا کې خپرېږي. اوس هم دا موږ چې ښاپېرک یادوو چې پکې ۹۲ فیصده جینیاتي تغیرونه لیدل شوي دي او نه یو خبر چې باقي اته فیصده په کوم ځناور کې دي. د دې له وجې ډېر محتاط وسیېدل پکار دي."

د ووهان ښار د لیشنشان هسپتال ډاکټر وانګ سینکوانګ خبریالانو ته ویلي چې ډاکټران اوس هم د وایرس په اړه پوره او کافي معلومات نه لري او نه شي ویلي چې هغه کسان څومره دا وایرس خپرولی شي چې ظاهراً د ناروغۍ څه علامات نه لري.

پر لاښوونو عمل اړین

ډاکټر مشواڼی زیات احتیاط ضروري بولي ځکه چې هغه کسان چې د ناروغ‍‍ی څه علامات نه لري، د خپل ټوخي یا پرنجي له لارې ډېره په اسانه نور انسانان او د کورنۍ غړي متاثره کولای شي:

"چې کله یو انسان ته مرض و لګېږي، د میکروب نه واخله تر څو چې په هغه تن کې یې علامات څرګندیږي. دا وخت په اوسط ډول له پنځو نه تر اووو ورځو پورې وي. نو په دې دوران کې دا کولای شي چې د کیریر رول ادا کړي یاني نورو خلکو ته دا مرض منتقل کړي. نو په دې کې باید ډېر احتیاط وشي او دغه تن له نورو ځان جلا کړي څو نورو کسانو ته وایرس منتقل نه کړي."

په خیبر پښتونخوا کې د عامې روغتیا ماهر ډاکټر ندیم جان مشال راډیو ته وویل دا ضروري ده چې خلک پر حکومتي هدایاتو باندی پوره عمل وکړي:

"زموږ دا نظر دی چې دا کوم کېسونه موږ ته په پاکستان یا په دې سیمه خیبر پښتونخوا کې ښکاري، اصل شمېر به تر دې لس چنده زیات وي. د هغې غټه وجه دا ده چې دلته د ټیسټونو سهولت بې انتها کم دی. یوازې په هغو کسانو کې تشخیص کیږي چې حالت یې خراب شي او په خپله هسپتال ته ولاړ شي او د هغوی ټیسټ وشي. که زه ووایم چې زموږ د ټیسټونو صلاحیت له ۲۰ فیصده نه هم کم دی، نو غلط به نه وي. که موږ دا ۵۰ فیصده پورې ورسولو نو خلکو ته به معلومه شي چې دا وایرس تر کوم حده خپور شوی دی. نو له دې له کبله موږ خلکو ته خواست کوو چې تاسو ځان جلا کړئ، سماجي فاصلې وساتئ او ځان قرنطین کې کړئ تر هغې چې حکومت دې نتیجې ته نه وي رسېدلی چې دا وایرس یې قابو کړی او د ټیسټونو صلاحیت یې زیات کړی."

چینايي روغتیايی ماهرین نیول شویو احتیاطي تدابیرو ته په کتو د وایرس د خوریدو د دویم غټ پړاو خبرداری نه ورکوي خو وايي چې دغه امکان ردېدای هم نه شي. دوی وايي په چین، امریکا او اروپا کې د وایرس خصوصیات په جلا جلا ډول څرګند شوي دي. د مثال په توګه د اروپا او امریکا پرتله په چین کې په ډېرو کمو مریضانو کې د بوي او خوند حس متاثره شوی.

په پاکستان کې ډاکټران وايي دا ضروري ده چې خلک کورونا وایرس جدي واخلي، سماجي فاصله ساتلو باندې عمل وکړي او د ځان او کورنۍ د خوندي ساتلو لپاره په پوره احتیاطي تدابیرو عمل وکړي

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG