د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کورونا په امریکا کې په یکه یوه ورځ د ۱۸۰۰ کسانو مړینه


په امریکا کې سېشنبه په یک یوه ورځ له کورونا وایرسه تر ۱۸۰۰ د زیاتو کسانو مړینه ریکارډ شوې ده چې یوازې په نيويارک کې ترې تر څلور زرو زیات کسان مړه شوی دی.

د جانز هوپکنز پوهنتون د راټولو شویو شمېرو له مخې په دې سره په دغه هېواد کې مړي ۱۳۰۰۰ ته رسېدلي دي. په امریکا کې د کورونا ۳۹۸۰۰۰ تصدیق شوې پېښې ثبت شوې دي چې په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر دی. په جهاني کچه د کورونا وړجنو شمېر تر یو اعشاریه څلورو میلونو بره شو.

د چین ووهان ښار چې پکې کورونا لومړۍ راښکاره شوې وه هلته له تېرو ۱۱ اونیو راهیسې کولپي او کوربند پای ته رسېدلی دی، د دې ترڅنګ د نړۍ په هغو زيات ځپلو هېوادونو کې چېرته چې احتياطي تدابير خپل شوي هلته کې د کورونا وبا خورېدل ورو شوي دي. په دې تدابيرو کې کور کېناستل او د دوو انسانانو ترمنځ د دوه ميټره واټڼ ساتل او بار بار په صابن تر شل سېکنډه لاس وينځل او خولې، پوزې او سترګو لره ګنده لاس نه وړل شامل دي.

د برتانيا وزيراعظم بوريس جانسن چې په کورونا ناروغۍ اخته دی، پر دوهمه شپه هم په انتهايي پاملرنې څانګه کې بستر وو. د برتانوي وزيراعظم وياند ويلي دي چې د نوموړي حالت ښه دی خو د انتهايي نګهداشت په څانګه کې ځکه ساتل شوی چې له نږدې يې څارنه وشي. په برتانيه کې کورونا ناورغۍ څه باندې ۵۵ زره کسان ناروغه کړي او نږدې شپږ زره دوه سوه يې مړه کړي دي.

په پاکستان کې د کورنا وايرس له امله په تېرو څلريشتو ساعتونو کې څلور نور کسان مړه شوي چې ورسره په دې هېواد کې ترې د مړو شمېر ۵۸ ته رسېدلی، نږدې ۴۶۷ کسان تر روغ شوي هم دي. سرکاري ووبپاڼې نن لږه شېبه مخکې خبر ورکړی چې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۴،۰۷۲ ته رسېدلی .

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د کورونا وايرس څلور نيوي کيسونه مخې ته راغلي دي. دا کيسونه د ورڅک (ورسک) په هغه کورنۍ کې ښکاره شوي چې دوې ورځې وړاندې پکې له کورونا یوه ۷۰ کلنه ښځه مړه شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG