د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ډاکټران د ټولبند دوام غواړي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خېبر پښتونخوا ډاکټران په داسې حال کې له حکومته د لاک ډوان د غځولو او سختولو غوښتنه کوي چې کورونا ناروغۍ په نړۍ کې لسګونه زره کسان مړه کړي او په لکونو يې اغېزمن کړي.

ډاکټران وايي، که حکومت د کورونا وبا د مخنيوي لپاره په اعلان شوي ټولبند یا لاک ډاون کې نوره نرمي راوسته نو د صوبې کمزوری روغتیايي نظام به يې بوج برداشت نکړی شي.

د ډاکټرانو د صوبايي څانګې مشر ډاکټر عامر تاج خان د اپريل پر ۱۱مه مشال رېډيو ته وويل، وار له مخې په هسپتالونو کې ځای او اسانتياوې نشته نو که اوس د خلکو په ګڼه ګوڼه، بازراونو، او نورو کارونو لګيدلو بنديزونو کې نرمي راوستل شوه نو ډېری خلک به پر کورونا وبا اخته شي:

"که لاک ډاون کمزوری شو نو روغتيايي بحران به رامنځته شي. موږ لا له مخکې د کورونا پر وړاندې یو په سلو کې هم تیاری نه لرو. موږ سره هېڅ هم نشته. له کورونا وايرسه د ولس د ژغورلو لپاره ډاکټران او عوام حفاظتي سامان نه لري. موږ غوښتنه کړې وه چې لاک ډاون دې نور هم سخت کړل شي خو چې اوس حکومت په دې کې نوره نرمي راوستل غواړي نو د صحت نظام به ختم شي."

دا په داسې حال کې ده چې د بازارونو، تعليمي ادارو، ټرانسپورټ او نورو کارونو په تړلو يا لاک ډاون کې په نرمۍ د وفاقي حکومت او سېند صوبايي حکومت ترمنځ اختلاف دی.

وزيراعظم عمران خان د اپريل پر اتمه نېټه وويل چې هغوی په لاک ډوان کې نرمي ځکه کوي چې د خلکو کاروبارونه په ټپه ولاړ دي او هغوی له مشکلاتو سره مخ دي.

د سیند وزير اعلا مراد علي شاه د اپريل په ۱۰ مه په کراچۍ کې خبريالانو ته وېلي ول، بايد چې له ۱۴م اپريل وروسته هم لږ تر لږه د يوې هفتې لپاره دې بندیزونه پر ځای وساتل شي:

"بس دومره پاتې ده چې کورونا خپل اخري حد ته ورسېږي. موږ سره اوس هم د وبا د تشخيص پوره سامان نشته نو راته به ډېره ګرانه وي چې د دومره غټې کچې وبا مخه ونيسو."

خو وفاقي حکومت له دې سره اتفاق نه کوي او وار له مخه يې په نړيوالو پروازونو بنديزونه نرم کړي دي. پاکستان په خپله خاوره کې اوسېدونکیو بهرنیانو ته خپلو هیوادونو ته د تګ اجازه ورکړې او له نورو هیوادونو څخه پاکستاني وګړي هم کولی شي خپل هیواد ته ستانه شي.

وزيراعظم عمران خان وايي چې لاک ډوان دا وخت په خاصه توګه د مزدورانو او دياړي مارو ژوند ډېر متاثره کړی او هغوی غواړي چې په زرعي څانګه مکمل او صنعتي څانګه په جزوي توګه لاک ډاون ختم کړي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي د اپريل په ۱۱مه مشال رېډيو ته وويل چې پاکستان دا وخت له روغتيايي او معاشي دواړو بحرانونو سره مخ دی:

"حکومت له پکار دي داسې لار راوباسي چې د کورونا وبا او معاشي بحران دواړو مخه ونيول شي. که په لاک ډاون کې نرمي کېږي نو پکار ده چې خلک د دې پابند کړل شي چې خپل منځ کې به دوه مېټره فاصله ساتي، ګڼه به نه جوړوي،د صفايۍ خيال به ساتي او سترګو، پوزې او خولې له به لاس نه وروړي. که څه هم دا مشکل کار دی خو ناممکن نه دی."

د خېبر پښتونخوا ډکټرانو د ټولنې مشر عامر تاج خان وايي چې زياتره طب پوهان پر دې عقيده دي چې په پاکستان کې لا هم کورونا ناروغي اخري حد ته نه ده رسېدلې او داسې انديښنه شته چې کېدای شي د روانې مياشتې تر اخره پورې ورسيږي نو د هغوی په خبره، په داسې وخت کې د ځينو څانګو او صنعتونو پرانېستل به حالات ډېر خراب کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG