د افغانستان د ګردېز ښار په یو زندان کې، د بندیانو په بلوا کې د زندان دوه ساتونکي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یوشمېر بندیانو د اپرېل پر ۱۱مه، د ګردېز له مرکزي زندانه د تېښتې لپاره بلوا کړې وه.
د کورنیوچارو وزارت ویاند، طارق ارین پر ټوېټر لیکلي چې د بندیانو او د زندان ساتونکیو ترمنځ په اخ و ډب کې دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دی.
د طارق ارین په وینا، په دې پېښه کې دوه بندیان هم ژوبل شوي دي.