د امریکا د جانز هاپکېنز شمېرې ښيي چې په نړۍ کې د اپرېل تر ۱۱مې کورونا وایرس تر ۱،۷ میلیونه (۱۷ لاکه) زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دا پوهنتون د کورونا وایرس د وبا په اړه ارقام غونډوي.
د کورونا وایرس ناروغۍ کووېډ - ۱۹ تر اوسه په نړۍ کې تر یو لاک او ۲،۰۰۰ زیات کسان وژلي چې زیاتره یې په اېټالیا او امریکا کې دي.
د نړۍ تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې هم په امریکا کې ثبت شوې دي.
په اېټالیا کې د وژلیو شمېر څه باندې ۱۸،۸۰۰ دی او په امریکا کې تر اوسه څه باندې ۱۸،۷۰۰ کسان مړه شوي.
داسې اندېښنې شته چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر له هغو زیات دی چې په رسمي ډول یې یادونه کېږي.
د همدې وایرس د خپریدو مخنیوي اقداماتو له وجې عیسویان هم خپل اختر ایسټر په کورونو کې لمانځي.