د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۴۷۰۰ ته لوړ شو


د کراچۍ روغتیاپاله په ګاډي کې له ناست سړي پوښتنې کوي
د کراچۍ روغتیاپاله په ګاډي کې له ناست سړي پوښتنې کوي

په پاکستان کې د اپريل تر۱۰مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۷۰۰ ته رسېدلی دی.

بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله ۶۸ کسان مړه شوي او ۷۲۷ بېرته رغېدلي هم دي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۲۲۸۰، په سيند کې ۱۲۱۴، په خيبر پښتونخوا کې ۶۲۰، په بلوچستان کې ۲۲۰، په اسلام اباد کې ۱۱۸، په ګلګت بلتستان کې ۲۱۵ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۳۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۱۶ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي او تر۹۶ زره زيات ورڅخه مړه شوي هم دي.

بلخوا له دې ناروغۍ څه باندې درې لکه ۶۵ زره کسان رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG