د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېل موندونکي هېوادونه د تېلو پیداوار راکموي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د تېل موندونکو هېوادونو سازمان (او پي ای سي) غړي، روس او نور تېل موندونکي هېوادونه دې خبرې ته نېږدې شوي دي چې د تېلو نړیوال مارکیټ د ښه کولو لپاره د تېلو په پېداوار کې کمی راولي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اپرېل پر نهمه ویلي د روس له ولسمشر ولادیمیر پوټېن او د سعودي عرب وليعهد شاه سلمان سره يې په دې اړه ښې خبرې شوي دي او دا چې دوی په دې اړه یوې لوظنامې ته نېږدې شوي دي.

داسې راپورونه هم دي چې (او پي ای سي) او د تېلو موندونکو نورو هېوادونو سازمانونه یو داسې تړون ته رسېدلي دي چې ترمخه به یې تر راروانو دوو میاشتو لپاره په نړیوال مارکیټ کې د ورځې ۱۰ میلیونه بېرله د تېلو پیداوار کموي، دا د نړۍ د تېلو رسد ۱۰ فیصده برخه جوړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG