د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې ۴۰ تنه نور کورونا وهلي


د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۴۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي.

دا خبره د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار د اپرېل پر نهمه په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د هغه په خبره په دې سره په ټول افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۴۸۴ ته رسېدلی دی.

تازه پېښې ۱۰ په کابل، ۱۴ په نیمروز، ۷ په کندهار، ۴ په پکتیا، ۲ په بامیان، ۲ په بلخ او یوه په لوګر کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې یوازې یو کس په ۲۴ ساعتونو کې بېرته روغ شوی او په ټول هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې درملنه‌ یې شوې او روغ شوي ۳۲ ته رسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG