د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ایران بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د کورونا وایرس پروړاندې د مبارزې په لارو چارو ټيلیفوني خبرې کړې دي.
ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د اپرېل پر اتمه له کورونا وایرس سره د مبارزې، سیمهییزو او دوه اړخیزو همکاریو او ایران څخه د افغان مهاجرینو د بیرته ستنېدو پر څرنګوالي مفصلې خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف په حواله ویل شوي چې هېواد یې هغو افغان کډوالو ته چې په ایران کې مېشت دي او په کورونا وایرس اخته شوي، په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
په افغانستان کې لومړی سر د ځینو هغو کسانو د کورونا وایرس معاینه مثبته راوتلې وه چې له ایران راستانه شوي وو.
ګڼو افغان کډوالو دا شکایتونه هم کړي چې په ایران کې ورسره ناوړه چلند کېږي او له روغتیايي خدماتو بې برخې دي.
په افغانستان کې په کورونا وایرس ۴۲۳ کسان اخته شوي او تازه د مړو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.