د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې پولیس افسران له دندو ګوښه شوي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د خيبرپښتونخوا حکومت په سوات کې ځينې پولیس افسران له چوکيو ليرې کړي دي.

د صوبې پوليسو د اپرېل پر اوومه په بيان کې تور لګولی چې په مټه سيمه کې په دې وروستيو کې ځینې ځايي سياستوالان په نښه کړل شوي چې دغه افسران يې د قاتلانو په نيولو کې ناکامه شوي دي.

په ګوښه کړل شويو کې د مټه سرکل ډي اېس پي شوکت خان، د خوازه خيلې ډي اېس پي حبيب الله، د کبل ډي اېس پي محمد اکبر شنواری او د تحقيقاتو څانګې اېس پي بخت زاده دي.

د دې ترڅنګ څلور تاڼه داران ګل شېر، بخت الله، رحيم خان او عليم خان هم ګوښه کړل شوي دي.

په مټه کې په تېرو دوو اونيو کې دوه کسان وژل شوي چې ذمه واري يې وسله والو طالبانو منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG