د پاکستان پنجاب صوبه کې۲۶ نور کسان په کورونا وايرس اخته شوي چې ورسره په دې هېواد کې د وړجنو شمېر څلور زره ۷۲ ته رسېدلي دي.
د نوو ناروغانو تصديق اپریل پر اوومه د پنجاب روغتيا څانګې وکړ.
له دې سره په پنجاب کې د کورونا وهلو شمېر۲۰۳۰ ته رسېدلی دی.
په خيبر پښتونخوا کې ۵۰۰، بلوچستان کې ۲۰۶ او سيند کې ۹۸۶ کسان ناروغه دي.
د پاکستان حکومتي ويبپاڼه چې د کورونا وايرس په اړه تازه مالومات خپروي وايي، له وايرسه ۵۴ کسان مړه شوي دي خو ۴۲۹ جوړ شوي هم دي.