د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د غنمو اخیستو پرېکړه کړې


غنم
غنم

پېښور - د خیبر پښتونخوا حکومت په راتلونکې کې د اوړو کمي پوره کولو په موخه له پنجابه د غنمو اخیستو منظوري ورکړې ده.

د اعلا وزیر د اطلاعاتو سلاکار اجمل وزیر د اپرېل پر درېیمه خبریالانو ته وویل چې د جمعې پر ورځ صوبايي کابینې په غونډه کې دا پرېکړه شوې ده.

اجمل وزیر ویلي چې د کورونا وایرس خپرېدو په اړه بحث وشو او حکومت وویل چې اوسمهال په صوبه کې کافي اوړه شته خو په راتلونکې کې یې د ممکنه کمي پوره کولو په موخه د نورو غنمو اخیستو پرېکړه وکړه.

ده وویل، که اړتیا پېښه شوه نو له وفاقي حکومته به له نورو هېوادونو څخه هم د غنمو اخیستو اجازه وغواړي.

اجمل وزیر وویل، په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ د کورونا وایرس تر ۳۰۰ پورې ازموینې کېږي چې کابینې یې د شمېر لوړولو په موخه ځینو شخصي روغتونونو ته هم د ټېسټونو کولو واک ورکړ.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د اپرېل تر څلورمې نېټې پورې په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولې ۲،۷۰۸ پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه یې ۴۰ کسان مړه شوي او ۱۳۰ رغېدلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG