د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا مزدوران وايي‌ کورونا یې ژوند لا سخت کړی دی


د مردورانو یو پخوانی عکس
د مردورانو یو پخوانی عکس

پراګ - په خېبر پښتونخوا کې مزدوران وايي‌ د کورونا وایرس له کبله یې هغه سخت ژوند لا پسې سخت شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د بټ خېلې يو مزدورقابل جان وايي، له ۱۵ ورځو یې مزدوري‌ نده کړې او د حکومت لخوا ورسره هم مرسته نه ده شوې.

قابل جان چې له ګاډو به يې د خوراکي شيانو بوجۍ په يو څو روپو راکوزولې وايي، اوس يې د کورونا وبا له کبله کار په ټپه درېدلی او د خوراک څه نه لري.

قابل جان د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وويل، مياشت ختمه شوه او اوس ورسره دا غم دی چې د کور ۱۵ زره کرايه او د بجلۍ بل به له کومه ځايه ورکوي.

ده وویل ، "مخکې به د ورځې زما ۸۰۰ دياړي وه، څلور پنځه سوه به مې بل ورور ګتلې او داسې زر به بل ورور مې ګټلې نو د کور کرايه، بجلۍ او ګېس بلونه به پکې برابر شول. اوس څلورم تاريخ دی او قسم دی که پېسې راسره وي. دې ته فکر وړی يم چې بلونه به د کوم ځای نه ورکوم. د تحريک انصاف يو کونسلر راغلی وو، نومونه يې راله وليکل خو تر دې دمه راته هېڅ مرسته نه ده راغلې".

د ملاکنډ يو دوکاندار ادريس خان وايي، له تېرو ۱۵ورځو راهيسې يې دوکان په جزوي توګه بند وي او هېڅ مزدوري يې نه ده شوې.

نوموړی وايي، که څه هم حکومت ویلي وو چې د خوراکي شيانو دوکانونه به خلاص وي خو پوليس يې نه پرېږدي چې پوره ورځ خپل د سبزۍ دوکان خلاص وساتي.

نوموړی وايي، کومو ټرکونو چې به دوی ته له نورو سيمو په کوم نرخ سودا راوړه نو هغه يو په دوه زيات شوی.

ادريس د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته دا هم وويل چې د ده له دوکانه به اکثره مزدور کاره خلکو سودا اخیستله خو اوس هغوی هم په ګرانه بيه د سودا اخیستو توان نه لري.

ده وویل "له تېرو ۱۵ورځو راهيسې زموږ کاروبار په ټپه ولاړ دی. حکومت په ټولنيزو رسنيو کې وايي چې ځان رجسټر کړه تاته به مرستې ملاو شي خو دا دروغ خبرې دي. دوی يوازې د راشن خبره کوي خو دوکاندار سړی چاته نشي ویلی چې ماله وړه راکړه"

په پېښور کې په يوه غېر حکومتي اداره کې کلرک ماجد امين تور لګوي چې د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف غړو او کارکنانو ټولې حکومتي مرستې خپلو کورونو ته يوړې.

ماجد امين د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وويل چې ډېوټي يې درېدلی او له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

نوموړي وویل "د لاکهونو روپیو سامانونه د حکومتي ګوند پلويانو خپلو کورونو ته يوړې. غريب تباد دی او ضرورتمندو ته هېڅ نه رسېږي."

سوات: د کورونا وایرس له ويرې بازار بند. خلک مرسته غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

د ولسي خېرښېګړې لپاره د خېبر پښتونخوا د حکومت ځانګړی معاون سيد احمد حسېن شاه بيا د ماجد امين تورونه ردوي خو دا مني چې ځېنو کسانو ته لا هم مرستې ځکه نه دي رسيدلي چې د هغوی کره کتنه روانه ده چې ايا دوی واقعي د مرستو مستحق دي او کنه؟.

نوموړی وایي په نور ۱۰ لاکه غريبو کورنيو کې به هرې کورنۍ ته د راتلونکو دريو مياشتو پورې هره مياشت پنځه پنځه زره روپۍ ورکول کېږي.

ده وویل " اوس به خلکو ته پېسې رسېدل پېل شي. د خلکو نومونه او په اړه يې معلومات راټول کړل شوي او کره کتنه يې روانه ده. د موبايل او اکاونټونو په وسيله به ور ته مرستې ملاوېږي. د احساس امداد پروګرام له لارې به هم دې کورنيو ته دوه زره روپۍ ورکړل کېږي."

د کورونا وایرس له کبله د نورې نړۍ په څېر د پاکستان هم په زیاتره سیمو کې بازارونه تړل شوي‌ او خلک په کورونو کې پر ناسته مجبور دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG