د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: د پاکستان وزیراعظم د نورو اقداماتو ژمنه وکړه


په کوټه کې بېوزله خلک د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورغونډ شوي
په کوټه کې بېوزله خلک د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورغونډ شوي

اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم هوډ ښوولی چې هغو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو ته به پوره اسانتیاوې او لازم شیان برابر کړي چې د کورونا وایرس د ناروغانو درملنه کوي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، عمران خان د اپرېل پر دویمه په اسلام اباد کې یوې حکومتي غونډې ته په وینا کې وویل چې هېواد یې د نورې نړۍ پرتله له مختلف حالت سره ځکه مخامخ دی چې حکومت د بېوزلۍ او بېروزګارۍ پر وړاندې هم مبارزه کوي.

ده وویل، حکومت به د کورونا وایرس په اړه کره او سم معلومات ورکول باوري کړي.

وزیراعظم زیاته کړه چې نورو هېوادونو ته په کتو، د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره "لا اغېزناکه اقدامات" کوي.

عمران خان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له ارقامو سره سم، په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولې ۲،۴۲۱ پېښې ثبت شوې دي.

پوهنتون وايي، په هغه هېواد کې له ناروغۍ ۳۴ کسان مړه شوي او ۱۲۵ یې رغېدلي دي.

د بلوچستان صورتحال

په بلوچستان کې د کورونا وایرس پېنځه نوې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره هلته په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۶۹ ته رسېدلی دی.

د صوبې روغتیا ادارې د اپرېل دویمې شپې مهال په یوه بیان کې ویلي چې تر اوسه په صوبه کې له ناروغۍ یوازې یو کس مړ شوی او ۱۹ جوړ شوي دي.

په عین وخت کې اعلا وزیر جام کمال ویلي چې په بلوچستان کې د کورونا وایرس د پېښو زیاتېدو خطر موجود دی ځکه چې شاوخوا ۸،۰۰۰ زیارت کوونکي اوس هم په ایران کې دي.

په کراچۍ کې خیاطان ماسکونه (تمبوزکونه) ګنډي
په کراچۍ کې خیاطان ماسکونه (تمبوزکونه) ګنډي

نوموړي د اپرېل دویمې پر مازیګر د کوټې د سېول روغتون او بولان میډیکل کمپلېکس تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې په کوټه کې یې د ۲،۰۰۰ ناروغانو د قرنطینولو لپاره ځایونه تیار کړي دي.

بلخوا د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي، په صوبه کې د کاروبارونو د تړلو له وجې د مزدورانو او کارګرانو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي.

نوموړي د اپرېل پر دویمه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، حکومت مزدورانو او بېوزله خلکو ته د خوړو او نورو مرستو رسول په پام کې لري.

ده همداراز زیاته کړه چې له وفاقي حکومته یې د روغتیايي سامانونو او دواګانو وراستولو غوښتنه کړې.

په سوات کې نوې پېښې

هلته د خیبر پښتونخوا په سوات کې چارواکو د اووه نویو پېښو او د یوه ناروغ د مړینې تصدیق کړی.

د ضلعې روغتیايي مشر ډاکتر اکرم شاه د اپرېل دویمې پر ماښام په سیدو شریف کې خبري غونډې ته وویل چې د سوات د مټې بها کلي یو سړی په مردان کې د کورونا وایرس ناروغۍ له وجې د مړ شوي کس جنازې ته ورغلی وو.

ده وویل، په نویو ناروغانو کې څلور ښځې هم شاملې دي.

ډاکتر اکرم شاه زیاته کړه چې د اووه واړه کسانو کورنۍ یې قرنطین کړې دي.

د سوات انتظامي مشر ثاقب رضا اسلم وايي، چې د مینګورې یو ۴۸ کلن کس څلور ورځې مخکې د زړه ناروغیو په څانګه کې بستر شوی وو چې وروسته پکې کورونا وایرس هم وموندل شو او د زیارت پر ماخوستن ومړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG