د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر تر یو میلیون لوړ شو


په نیویارک کې ناروغان د کورونا وایرس ازموینې ته ولاړ دي
په نیویارک کې ناروغان د کورونا وایرس ازموینې ته ولاړ دي

پراګ - د اپرېل پر دویمه په ګرده نړۍ کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر تر یو میلیون لوړ شو.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، د اپرېل درېیمې تر سهاره د کورونا وایرس ناروغۍ له ۵۳،۰۰۰ څخه زیات کسان وژلي.

خو پوهنتون وايي چې په نړۍ کې تر اوسه له دوه لاکه او ۱۰،۵۰۰ زیات کسان جوړ شوي هم دي.

داسې اټکل کېږي چې د کورونا وایرس لرونکو او له ناروغۍ د مړو شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي ځکه چې هېوادونه په مختلفو طریقو ناروغان شمېري، د کمو یا هېڅ علاماتو نه لرونکو شمېر نه ثبتېږي، په ځينو ځایونو کې د ټېسټونو سامان کم دی او پر ځینو هېوادونو د کره معلوماتو د پټولو شک هم څرګندېږي.

د جان هاپکېنز پوهنتون په وینا، په نړۍ کې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په امریکا کې ثبت شوي او په اېټالیا کې له کورونا وایرسه د مړو شویو شمېر تر ټولو زیات دی.

د پوهنتون په وینا، د اپرېل دویمې تر ماښامه په پاکستان کې د نوي کورونا وایرس ټولې ۲،۴۲۱ او په افغانستان کې یې ۲۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د کورونا وایرس په اړه د پوښتنو ځوابونه ورکړئ

د دې وایرس له وجې یوه تنفسي ناروغي پېښېږي چې ورته د کووېډ - ۱۹ (COVID-19) نوم ورکړل شوی دی.

کووېډ - ۱۹ اصلاً د کورونا وایرس ډېزیز (ناروغۍ) مخفف یا لنډه بڼه ده او ۱۹ ورسره ځکه لیکل کېږي چې د دې نوې ناروغۍ لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شوې وه.

په چین کې تر ۸۰،۰۰۰ زیات کسان د کورونا وایرس ناروغه کړي ول او د هېواد زیاتره لوی ښارونه او سیمې تړلې وې.

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د مارچ پر ۱۱مه دا ناروغي نړیواله وبا وبلله.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG