د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ بېلا بېل هېوادونه د کورونا وایرس پر وړاندې څه ډول اقدامات کوي؟


د جرمني په کولن ښار کې د یوې چایخانې خالي څوکۍ او مېزونه
د جرمني په کولن ښار کې د یوې چایخانې خالي څوکۍ او مېزونه

په نړۍ کې د کووېډ – ۱۹ ناروغانو شمېر شاوخوا یو میلیون ته رسېدلی چې پکې تر ۴۳،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي. کېدای شي د وایرس د واکسین په جوړولو کې د کلونو پر ځای میاشتې وخت ولګي. همداراز، هېڅ داسې کره لارښود هم نشته چې هېوادونه څنګه د دې بحران پر وړاندې اقدام وکړي.

مشال راډیو هڅه کړې چې د بېلا بېلو هېوادونو اقداماتو ته لنډه کتنه وکړي.

جنوبي کوریا

کوریايي روغتیاپالان د ټېسټونو پایلې ویني
کوریايي روغتیاپالان د ټېسټونو پایلې ویني

جنوبي کوریا له هغو هېوادونو یو وو چې کورونا وایرس په سر کې زښت وځپه. د اپرېل تر لومړۍ پورې په هغه هېواد کې ۹،۹۰۰ کسان وایرس ناروغه کړي او ۱۶۵ یې وژلي ول.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون له معلوماتو سره سم، جنوبي کوریا د وایرس د مخنیوي لپاره ستایل شوی.

د دې یو لامل د ازموینې یا ټېسټ نوښت رامنځته کول ول. په دې کې ټېلېفوني غرفو (پي سي او ګانو) ته ورته د ټېسټونو ځایونه جوړول هم شامل دي.

جرمني

د برلېن د اورګاډو یو تمځای خالي برېښي
د برلېن د اورګاډو یو تمځای خالي برېښي

که په جرمني کې د وایرس لرونکو شمېر وګورو نو کېدای شي حالت سم و نه برېښي ځکه چې جان هاپکېنز پوهنتون د اپرېل پر لومړۍ وویل چې په هغه هېواد کې تر ۷۱،۰۰۰ زیات کسان کورونا وایرس ناروغه کړي. په جرمني کې تر یادې نېټې پورې تر ۷۷۰ زیات کسان مړه شوي ول.

خو که د هغه هېواد ابادۍ (نفوس) ته وګورو نو د ۸۲ میلیونه خلکو په هېواد کې له وایرسه د مړو شویو کچ تر یو فیصد لږ لوړ دی چې د نورو هېوادونو پرتله ټیټه سطح ده.

جرمني هم په دې ستایل کېږي چې د جنوبي کوریا په څېر یې پر وخت او پراخې ازموینې (ټېسټونه) وکړې.

اېټالیا

پوهان وايي اېټالیې پر وخت غبرګون و نه ښود
پوهان وايي اېټالیې پر وخت غبرګون و نه ښود

په اېټالیا کې تر یو لاک زیات کسان کورونا وایرس وهلي او د اپرېل تر لومړۍ پورې پکې تر ۱۲،۴۰۰ کسان وژل شوي ول.

پوهان وايي، اېټالیې ناروغۍ ته ډېر وروسته او ناکافي غبرګون وښود.

پوهان همداراز وايي چې د هغه هېواد روغتیايي نظام هم د وایرس ګڼو ناروغانو درملنې ته تیار نه وو.

امریکا

په امریکا کې تر ټولو زیاتې پېښې په نیویارک کې ثبت شوي
په امریکا کې تر ټولو زیاتې پېښې په نیویارک کې ثبت شوي

امریکا اوسمهال د کورونا وایرس د نړیوالې وبا مرکز بلل کېږي. د اپرېل تر لومړۍ په هغه هېواد کې شاوخوا یو لاک ۹۰،۰۰۰ کسان ناروغه او شاوخوا ۴،۰۰۰ یې وژلي ول.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر ۳۱مه وویل چې هېواد یې ښايي په "راتلونکو دوو اوونیو" کې له "خورا سختو" حالاتو تېر شي.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۲۰مه نوموړي ولس ته باور ورکړی وو چې حالات یې "تر بشپړ کنټرول لاندې" دي.

په امریکا کې پوهان وايي، د ازموینو په نظام کې ستونزې موجودې وې نو ځکه هلته وایرس تر بل هر هېواد زیات خپور شوی.

د امریکا د ناروغیو مخنیوي مرکزونو مشر رابرټ رېډفیلډ وايي، د پیسو کموالی هم د وایرس پر وړاندې د غبرګون ښودولو مخې ته خنډ و ځنډ پیدا کړ.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG