د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو کمپونه "د کورونا سخت خطر سره مخ دي"


تورخم: پاکستاني روغتيايي کارکوونکي د يو افغان کډوال تبه ګوري
تورخم: پاکستاني روغتيايي کارکوونکي د يو افغان کډوال تبه ګوري

په پاکستان کې افغان کډوال وايي د دوی په کمپونو کې نه د کورنا وایرس د مخنیوي لپاره دوا پاشل شوي او نه هم د دوی سره کومه مرسته شوې ده. د دوی په وېنا د کورونا وایرس له کبله د سخت ناورين سره مخ دي.

په دوی کې یې ځيني وايي چې تر اوسه ورته د پاکستاني وزیراعظم عمران خان له خوا اعلان شوي هغه مرسته هم نه ده رسېدلې. عمران خان د مارچ ‌په دېرشمه اعلان وکړ چې د کورونا وایرس څخه د اقتصاد رغونې په لړ کې د قبايلي سيمو بې کوره شوو او همداراز افغان کډوالو سره مرسته کوي.‌ د دې مرستو تفصیل نه دی په ډاګه شوی.

د کډوالو په کمپونو کې هيچا د جراثیمو د وژلو دوا نه ده پاشلې. دلته خلک د کورونا وایرس د جدي خطر سره مخ دي.
ملک تادین خان

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د يوې اتحادیې مشر، حاجي راز محمد خان د اپرېل په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې نور پاکستان لا څه چې د سرښار اسلام اباد سره نیزدي اوسېدونکو افغانانو ژوند هم د کورونا وایرس د خطر او اقتصادي بدحالۍ سره مخ دی.

نوموړي زیاته کړه: ((په پاکستان کې د افغانانو ۵۴ کمپونه دي.‌ زه هره ورځ‌ د دوی سره په تماس کې يم. په کمپونو کې د کورونا وایرس پر ضد هيڅ کار نه دی شوی. موږ د يو بحران سره مخ يو. ليري پراته خلک خو پريږده، د اسلام اباد سره نیزدي اوسېدونکې ۳۶۰ کورنۍ ډېرې غریبې دي. په دوی کې ۴۰ یې داسې دي چې ګوازاره يې په ورځنۍ مزدورۍ وه. هغه پرې ودرېدله او اوس په کور کې د خوراک هيڅ نه لري. هيچا مرسته نه ده کړې. دوی هر وخت ټيليفونونه راکوي خو زموږ په لاس کې څه نشته چې دوی ته یې ورکړو.))

ډان ورځپاڼې د وزیراعظم عمران خان د دفتر په حواله ويلي چې په پاکستان کې اوسېدونکو افغان کډوالو نیزدي اتيا فېصه یې په ورځنۍ دياړئ ژوند تېروي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې بازارونو ته د خلکو راوتل او کاروبار بند دی. له همدې امله څوک د ورځني کار يا دیاړۍ اجازه هم نه لري.

له کورونا به يا مړه کېږو يا نه خو له ولږې به مړه شو. موږ په یو ورخنئ دیاړۍ کور چلاوه. اوس نه کار شته نه پېسې
بلال سودايي

په پاکستان کې د معذورو افغانانو د اتحادیې مشر،‌ بلال سودايي وايي که حالت همداسې دوام ولري نو د کورونا تر څنګ به ولږه هم افغانان سخت وځپي. نوموړي د اپرېل په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل: ((په کمپونو کې په زرګونو کونډې او يتيمان دي. په زرګونو نور معذوره هم دي. دوی اقتصادي مرستو ته سخته زياته اړتيا لري. تر اوسه پورې ورسره هيچا کومک نه دی کړی. له کورونا به مړه نه شو خو غریبي به مو ووژني.))

د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې په پاکستان کې په کورونا وایرس اخته کسانو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی دی. له پنځه ویشتو زیات کسان ترې مړه شوي هم دي. تر اوسه پورې په دوی کې کوم افغان نشته.‌ خو په بلوچستان کې د افغان کډوالو مشر، تادين خان وايي که کمپونو ته بې غوري دوام ولري نو کورونا به ډېر زر پکې خپور شي.‌ هغه مشال راډيو ته وويل: ((نه چا څه دوا شيندلې او نه هم موږ سره د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره څه نوره مرسته شوې ده. خلک اوس هم ګرځي راګرځي. غریبي ډېره ده. ژوند بغېر له کاره نه کېږي او کار نشته.))

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ترمخه، په پاکستان کې دا مهال خوا او شا يو نيم ميليون افغانان کډوال اوسېږي‌. دې ادارې پر خپل ويب سايټ ليکلي چې دوی د کډوالو په کمپونو کې د کورونا وایرس په اړه د عامه پوهاوي کمپاين ته زور ورکړی دی. همدارز په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د لاسونو وينځلو لپاره صابونونو او نورو روغتيايي ضرورتونو پوره کولو لپاره سامانونه ګودامونو ته رسولي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم وايي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او پاکستان حکومت په مرسته کوښښ کوي چې افغان کډوال د کورونا له خطره وساتي. هغه د اپرېل په لومړۍ نېټه مشال راډېو ته وويل: ((موږ د پاکستان حکومت سره په تماس کې یو. تاسي ولېدل چې عمران خان صېب د افغان کډوالو سره د مرستې اعلان وکړ. موږ ترې مننه کووو. موږ يو وټس اپ ګروپ جوړ کړی او د افغان کډوالو سره نېغ په نېغه په رابطه کې يو. د دوی له ضرورتونو ځان خبروو. اوسمهال کوښښ دا دی چې څوک په کورونا وایرس اخته نه شي او که خدای مه کړه څوک پرې اخته شي نو چې د هغه سره سمه طبي مرسته وشي.))

د کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر مياشت کې د چين په اوهان ښار کې راڅرګند شو. تر هغې وروسته د نړۍ ګڼو هېوادونو ته رسېدلی او په زرګونو خلک یې وژلي دي. ډاکټران وايي له خلکو فاصله ساتل، په مسلسل ډول لاسونه په صابن مينځل او د ماسک اغوستل د دې وایرس د مخنيوي لپاره اړين دي.

XS
SM
MD
LG