د افغانستان عامې روغتیا چارواکو د مارچ پر۳۱مه رسنیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات ولایت په لابراتوار کې د کورونا۱۴۰ مشکوکې پېښې وڅېړل شوې چې ۱۲یې په هرات او یوه یې په فراه ولایت کې مثبتې ثبت شوي.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته وویل چې په کابل ولایت کې هم ۴۵ مشکوکې پېښې څېړل شوي چې نهه یې مثبتې ثبت شوي چې ورسره په ټول هیواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۶ ته ورسېده.
له یادو پېښو څخه یوازې هرات ولایت کې ۱۴۳ثبت شوي دي.